بدخشان کې ۵تنه وسلوال دسولې له پروسې سره یوځای شول

comments 0

هندوکش – بدخشان: دبدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې دبدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې دوسلوالو طالبانو یوه ۵کیسزه ډلې خپلې وسلې په ځمکه کېښودې او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شوه.
چارواکي وايي،چې یادې ولسوالې ډلې له ۷کلونو راهیسې دطالبانو په لیکو کې وسلوال فعالیت کاوه او دحقیقت په درک کولو سره یې ځانونه دولت ته تسلیم کړل او دسولې له پروسې سره یوځای شول.
چارواکي زیاتوي،چې د دتیرې میاشتې په اوږدو کې ۴۵تنو وسلوالو خپلې وسلې په ځمکه ایښي دي اود سولې له پروسې سره یوځای شوې دي.
نجیبه سروري

Comments