بدخشان کې یو قومندان د سولې پروسې سره یو ځای شو

comments 0

هندوکش – بدخشان: راپورونه وایي، بدخشان ولایت کې تېره ورځ ناوخته د طالبانو یو قومندان د سولې له پروسې سره یو ځای شوی.
د مولوي عبدالحق په نوم د طالبانو قومندان د درایم ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول او نومول شوی ولسوال و.
له مولوي عبدالحق سره پنځه نور وسله وال هم ملګري و چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.
د طالبانو دا قومندان په ورانکارو کړنو کې ډير مشهور و او له څو میله وسلو سره دولت سره یو ځای شو.
نجیبه سروري

Comments