بدخشان کې د طالب وسله والې ډلې 4 غړي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – بدخشان: د طالب او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې څلور طالب وسله وال وژل شوي دي.
د بدخشان د امنیت آمر سید جهانګیر کرامت وایي، یاد کسان له هغه وروسته ووژل شول چې پر یوه امنیتي پوستې یې برید وکړ او په ځوابي برید کې له منځه یوړل شول.
د نوموړي په وینا، له یادو کسانو کلاشینکوف، راکت انداز، لاسي بمبونه او داسې نور شیان د امنیتي ځواکونو لاسته هم راغلي دي.
جهانګیر زیاته کړه یادی نښتې کې امنیتي او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply