بدخشان کې حکومت پر وړاندې بهرني ترهګر او طالبان ګد جنګیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – بدخشان: بدخشان کې ځایي چارواکي وایي چې بهرنې ترهګر یمګان او وردوج ولسوالیو کې طالبانو ترڅنګ پراخ فعالیت کوي.
دغه څرګندونې د بدخشان والي فیصل بیکزاد رسنیو سره کړي دي.
نوموړې وایې: بهرني ترهګر بېلابېلې وسلې لري او له افغان ځواکونو سره جنګیږي.
د نوموړي په وینا: نه یوازې بهرني ترهګر له طالبانو سره همکار دي، بلکې په سیمه کې پراخ حضور هم لري.
نوموړي زیاته کړه: یمګان او وردوچ ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې دي او بهرنی جنګیالي هم ورسره په څنګ کې شتون لري.
ویل کیږي، طالبان د لاجوردو او سرو زرو له کانونو ستره ګټه اخلي او نشه یي توکي د طالبانو بله عایداتي سرچینه جوړوي.
بدخشان د افغانستان یو له هغو استراتژیکو ولایتونو څخه دې چې اوس مهال طالبانو په ګدون بهرنې څو ډلې پکې پراخ فعالیت لري او دولت پر وړاندې ستر ښند مخته کړې دې.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply