بختاور زرداری د بینظیر بوټو لور د روژې پر نوي قانون نیوکه کړي

comments 0

د پاکستان د پخوانی لومړی وزیري مشره لور بختاور بوټو د پاکستان د هغه نوي قانون پر طرحی نیوکه کړي، چې په کښي راغلي، د روژې میاشتني پر مهال ښکاره روژه خوړونکي ته باید سزا ورکړل سي.

اغلې بوټو په خپل ټویټر پاڼي لیکلي، دا نوی وړاندې سوي قانون یو احمقانه کار دی، ځکه بوډاګان او هغه کسان چې روغتیایې ستونزي لري، نه سي کولای روژه ونیسي.

نوموړي زیاتوي، چې نوی قانون پاکستانیانو په دې وچکالۍ او لمر سوځونکو وړانکو کې د مرګ خوا ته کشوي.

د پاکستان د مشرانو جرګې تیره اونی هغه قانون تصویب کړ، چې په کښي ښکاره روژه خوړونکي او نشه کوونکي ته درې میاشتي د بند سزا او ۵۰۰ کالداري جریمه ټاکل سوي.

په زیاترو اسلامي هیوادونو کې د روژې میاشتي پر مهال ښکاره روژي خوړلو د بندیز قوانین موجود دی، چې پاکستان کې هم تیره اونی دا قانون تصویب سو، چې د اغلې بوټو د نیوکي سره مخ سو.

Comments

Leave a Reply