بخارایي پلو/ د ازبکستان مشهور خواړه

comments 0

0 Views

اړین توکي:
1. وریجې ۱ کیلو.
2. غوښه نیمه کیلو .
3. کوچ ۲۵۰ ګرامه .
4. پلوي ممیز ۱۵۰ ګرامه .
5. خلال شوي ګاذرې نیمه کیلو.
6. پیاز څلور دانې .
7. مالګه او مرچک د اړتیا په اندازه .
8. زعفران یوه د چایو قاشوغه .
د پخولو طریقه:
ددې خوړو د پخولو لپاره په یو لوښي کې کوچ وېلې کوو وروسته پیاز پکې سره کوو تر څو ژيړ شي وروسته غوښه په تکه یې ټوګه په هغې کې ور اضافه کوو دومره بخار ورکوو تر څو غوښه یې رنګ بدل کړي مرچک ، مالګه ،او ګاذرې هم ورسره اضافه کوو او بخار ورکوو او دوه ګېلاسه اوبه هم ور اضافه کوو،او غوښه پکې اچوو په یو بېل لوښي کې وریجې آبکش کوو ممیزو ته په غوړیو کې بخار ورکوو تر څو لږ وپړسیږي او غوښې ته یې وراچوو او وروسته وریجې او نور توکي دم ته پرېږدو وروسته له دم اخیستلو خوندور بخارایي خواړه تیاریږي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply