بحرین کې د ترهګرۍ په تړاو لسګونه کسان نیول شوي

comments 0

هندوکش – بحرین: په بحرین کې ۱۱۶تنه په ترهګریزو ډلو کې د غړیتوب په تور ونیول شول.
بحریني چارواکي وايي د دغو کسانو ملاتړ د ایران د سپاه پاسداران له لوري کیده.
د بحرین پولیسو ویلي له دغې ترهګرې ډلې یې چاودیدونکي توکي او وسله هم تر لاسه کړې ده.
هغوی وايي دغه ډله حزب الله ډلې هم د دغو ډلو په جوړولو کې د ایران له حکومت سره همکاري کړې ده.
بحریني چارواکو د اعلاميې په خپرولو ویلي له دې ډلې ۴۸ تنو یې په لبنان، ایران او عراق کې روزنه لیدلې وه.
بحرین تر دې وړاندې هم په ورته تور لسګونه کسان نیولي او زندان ته یې اچولي دي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply