باکو د سولې منځګړتوب کوي

comments 0

هندوکش – باکو: راپورونه وایي، د اذزبایجان په مرکز باکو کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوی د سولې مذاکرات کوي.
د اذربایجان رسنیو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکلي، چې دواړه لوري به د سولې پر سر خبرې وکړي.
دغه کنفرانس د نړیوال تماس ګروپ له لوري د روانې جون میاشتې په اته ویشتمه نیټه جوړیږي .
سرچېنو لیکلي، د افغان پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي خو د طالبانو د پلاوي مشر نوم تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
محمد امان دوران

Comments