بارسلونا غواړي اریکسن خپلې لوبډلې ته راولي

comments 0

هندوکش -سپورت: د بارسلونا کلپ هوډ لري د تاتنهام کلپ دنمارکی لوبغاړی خپلې لوبډلې ته راوبولي.
اریکسن تر دې دمه د تاتنهام کلپ یو مهم لوبغاړی ګڼل کیږي او دې لوبغاړي یو ځل د ریال مادرید لوبډلې پر وړاندې د ومبلي په لوبغالي کې خپله وړتیا ښودلې وه او د همدې امله بارسونا ته د خوښې وړ ګرځېدلي.
اریکسن په ۱۹۸ لوبو کې د تاتنهام لوبډلې لياره ۴۶ ګولونه وهلي او ۶۰ د ګل پاسونه په خپله کارنامه کې لري ، د یادونې وړ ده اریکسن وکولای شو خپل هېواد د ۲۰۱۸ نړیوال جام سیالیو ته چې په روسیه کې سرته رسیږي رسولی دئ .
د فوتبال پوهانو په اند دا لوبغاړی د مسي او سوارز تر څنګ د برید یوه ځواکنه لیکه د بارسلونا لپاره جوړولای شي.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply