بادغیس کې نږدې دیرش طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – بادغیس: راپورونه وایي، په بادغیس ولایت کې ۲۷ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بادغیس امنیه قوماندان احمد فهیم قایم وایي، طالبانو غوښتل چې د بادغیس په جوند ولسوالۍ برید وکړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
د قایم په خبره د جوند ولسوالۍ په ده ګرک او قندان سیمو کې یې ۱۲ طالبان وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.
دغه راز ویل کېږي په برید کې د طالبانو دوه میله دهشکې له منځه وړل شوي او د هغوی ۱۵ عرادې موټرسایکل د ،پلیسو لاس ته ورغلي دي.
امینه قوماندان احمد فهیم قایم وایي، په برید کې درې پولیس هم ټپیان شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments