بادغیس کې ماشومه میرمن وژل شوې

comments 0

هندوکش – بادغیس: راپورونه وایي، بادغیس کې یو کس خپله ۷ کلنه مېرمن وژلې ده.
د شرف الدین په نوم دغه کس خپله ۷ کلنه مېرمن سامیه چې نوې واده کړې وه، د بادغیس قادس ولسوالۍ په جوز اغا سیمه کې وژلې، چې قاتل هم پولیسو نیولی دی.
پولیسو ویلي له قاتل لومړنۍ څېړنې روانې دي او ژر به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
د قاتل عمر نه دی په ډاګه شوی، خو نجلۍ یې په اوه کلنۍ کې واده کړې وه.
امیر حسین سلجوقي

Comments