بادغیس کې قومي مشر ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – بارغیس: د بادغیس ولایت د اندړو قومي شورا مشر خان محمد خان په یوه وسله واله نښته کې وژل شوی.
د بادغیس د مقر ولسوال حاجی وارث وايې خان محمد خان تیره ورځ د اندړو او زادعلي قومونو ترمنځ نښته کې ټپي شوی و چې هرات ته پر لار یې ساه ورکړه.
هغه وايې اندړ او زادعلي قومونه له تیرو څوکلونوراهیسي خپلو کې شخصي دښمني لري چې تراوسه د دواړو لورو ترمنځ نژدي پنځلس تنه وژل سوي .
خان حمد خان د بادغیس په کچه د پیژندل شوو قومي مشرانوڅخه و چې نژدې د زرو کورونومشري يې ترغاړه وه .
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments