بادغیس کې قاتلین وژل شوي

comments 0

هندوکش – بادغیس: په بادغیس کې هغه دوه قاتلان ونیول شول چې له لسو زیات کسان یې وژلي دي.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، دغه قاتلین سلطان او حمیدالله نومېږي
چې تازه یې د وفي الله په نوم یو ځوان د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې وواژه او بیا وتښتېدل.
امیني وایي، دغه قاتلین یې پخوا هم نیولي و، خو څارنوالۍ د نا مالومو دلایلو له مخې خوشې کړي وو، چې بیا جرم وکړ.
سلطان او حمیدالله چې قاتلین دي له یو میل کلاشینکوف، تفنګچې او یو موټر سایکل سره نیول شوي دي.
د بادغیس پولیس وایي، دوی مجرمین نیسي او څارنوالۍ ته یې سپاري، خو هغوی یې د ضمانت او یا پیسو په مقابل کې بیرته خوشې کوي چې دغې چارې د خلکو باور پر پولیسو بیخي کم کړی دی او مجرم لا زړور کیږي چې بیا ځلي جرم وکړي.
د اسلامي حدودو او قوانینو نه پلې کول هغه ستونزه ده چې د جرمونو په کچه کې زیاتوالی راغلی او له امله یې خلک پر ححکومت نیوکه کوي.
دغه راز د یو بل خبر له مخې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې دوه ماشومان ورونه د ماین په چاودنه کې ووژل شول.
امیر حسین سلجوقي

Comments