بادغیس کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – بادغیس: ملي دفاع وزارت وایي، د کمانډو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې چې د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې ترسره شوي لسګونه طالبان وژل شوي او ټپيآن دي.
د ملي دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، عملیاتو کې ۴۸ طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.
په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۹ عرادې موټر سایکل له منځه تللي او دغه راز دوه حلقې ماینونه شنډ شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې اته طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments