بادغیس کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – بادغیس: وسله والو طالبانو تیره شپه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د ملي پوځ پر پوستو ډله يېز برید کړی.
د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايې، دغه برید د بالامرغاب ولسوالۍ د بارکزو په سیمه کې شوی.
د بادغیس د والي ویاند وايې برید کې د ملي پوځ ځوابي ډزو کې لس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي .
د طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او شاتګ ته اړ شوي دي.
شاه رسول غزنوي

 

Comments