بادغیس کې طالبان تسلیم شوي

comments 0

هندوکش – بارغیس: په بادغیس کې شاخوا پنځوس طالبان پولیسو ته تسلیم شوي دي.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، د طالبانو د دغه پنځوس کسیزې ډلې مشر عبدالغفار چې په طوفان مشهور و، د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یې د دولت ضد فعالیتونه کول .
د امیني په خبره د بادغیس امنیه قوماندان په هلو ځلو نوموړي له مخالفت لاس واخیست او له خپلو ملګرو او وسلو سره یو ځای تسلیم شو.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني، د دغه طالبانو شمېر تر ۳۰۰ دی چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۲۵۰ نور ملګري هم تسلیم شي.
امیر حسین سلجوقي

Comments