بادغیس کې شل بستریز روغتون جوړ شو

comments 0

هندوکش – بارغیس: په بادغیس کې د روغتون نشتوالي له امله د جګړې پر مهال د ټپي ځواکونو د تلفاتو کچه لوړېږي.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، له لرې پرتو ولسوالیو څخه پر وخت د ټپیانو نه رسېدل او د منظمو پروازونو نشتوالی د دې لامل شوي چې ټپیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په ورته وخت کې د لومړي ځل لپاره د ملي پولیسو لپاره په بادغیس کې شل بستریز روغتون جوړ شو.
دغه شل بستریز روغتون پرمختللي طبي وسایل، اته ډاکتران او زرې امبولاسونه لري چې پولیس، د هغوی کورنۍ او نور ملکي خلک به هم په کې تداوي کېږي.
امیر حسین سلجوقي

Comments