بادغیس کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ګراف لوړ شوی

comments 0

هندوکش – بادغیس: په بادغیس کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او اجباري ودونو کچه لوړه شوې ده.
تیره ورځ د همدې موخې لپاره د بادغیس پولیسو یو شمېر ښځې، مدني ټولنې او مشران ورغوښتي وو، چې څنګه کیدای شي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او د اجباري ودونو مخنیوی وکړي.
د بادغیس امنیه قوماندان احمد فهیم قایم وایي، د ټول ولایت په کچه به چاته اجازه ورنه کړي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی وکړي، اجباري ودونو ته یې اړ کړي او یا ترې نورې ناوړه ګټې پورته کړي.
د باداغیس پولیسو داسې مهال دا هڅې پیل کړي چې همدا تیره ورځ په بادغیس کې یوه ښځه د خپلې کورنۍ لخوا ژوندۍ بل تنور ته وراچول شوې او وژل شوې ده.
له دې وړاندې په همدغه ولایت کې یوه اووه کالنه نجلۍ د خپل خاوند لخوا په بې رحمانه توګه ووژل شوه.
امیر حسین سلجوقي

Comments