بادغیس کې د طالبانو بریدونه د هغوی په مرګ تمام شوي

comments 0

هندوکش – بادغیس: راپورونه وایي،په بادغیس کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، وړمه شپه طالبانو غوښتل د قادس ولسوالۍ پر کټه ګیران او اب بخش امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو له ماتې سره مخامخ شول.
امیني وایي، د طالبانو او ملي پولیسو ترمنځ نښتې ۲ ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې د قادس ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال په ګډون ۱۲ طالبان ووژل شول او لس نور ټبیان شول.
نقیب الله امیني وایي، دغه راز په نښته کې یو ملي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
شاه رسول غزنوي

Comments