بادغیس کې د افغان ځواکونو له خوا د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

comments 0

هندوکش ــ بادغیس: د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې دافغان امنیتي ځواکونو له خوا ددې ولسوالۍ له اوسیدونکو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په مرسته شوو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي او ګن شمیر نور خوراکي توکي شامل وو.
دغه مرستې د ځايی چارواکو په شتون کې په مستحقو کورنیو باندې وویشل شوې او ژمنه ورسره وشوه، چې په راتلونکي کې به هم دې ته ورته مرستې ترسره کوي.
د یاد ولایت اوسیدونکي د افغان ځواکونو له مرستو منندوی دي، او ملاتړ یې کوي.
امیر حسین سلجوقي

Comments