بادغیس ولایت کې ۷تنه وسلوال طالبان دسولې له پروسې سره یوځاي شول

comments 0

هندوکش – بادغیس: دبادغیس ولایت ځايي چارواکي وايي، چې دوسلوالو طالبانو یوه ۷کسیزه ډله، چې مشري یې ملا قمار الدین کوي له خپلو ملګرو سره یوځای وسلې پرځمکه کېښودې او دسولې له ملي پروسې سره يوځای شو.
چارواکي وايي،چې نوموړې وسلوالې ډلې دبادغیس ولایت په لامان ولسوالۍ کې وسلوال فعالیت کاوه.
تسلیم شوې وسوالې ډلې له رسینو سره په خبرو کې ویلي دي،چې مونږ غولول شوی وو اوس په دې پوه شوو چې روانه جګړه ناروا او دپردیو ګټو دخوندې کولو لپاره روانه ده،دوي له طالبانو وغوښتل چې نور دې ځانونه دپردیو موخو لپاره نه وژني او دسولې ملي پروسې سره دې یوځاي شي.
امیر حسین سلجوقی

Comments