بادغیس لپاره د طالبانو نومول شوې والي ووژل شو

comments 0

هندوکش – بادغیس: په بادغیس کې امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دولت ضد وسله والې ډلې دوه کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، په یادو عملیاتو کې د بادغيس لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي او مرستيال يې له لسګونو نورو طالبانو سره يوځاى وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني رسنیو ته وويل، دا طالبان د غورماچ ولسوالۍ په جګړې كې د ګډون لپاره فارياب ته تللي وو.
د نوموړي په خبره، په دې ولسوالۍ كې په وروستيو هوايي بريدونو كې د بادغيس لپاره د طالبانو نومول شوى والي او مرستيال يې، د ياد ولايت اب كمري ولسوالۍ ته د طالبانو ټاكل شوى ولسوال، په بادغيس كې د دغې ډلې د نظامي تنظيماتو رئيس او د طالبانو اته قوماندانان او سرګروپان له خپلو ۶۰ ملګرو سره وژل شوي دي.
د بادغيس د امنيتي مسوولينو په وينا، د طالبانو د دغو مهمو كسانو په وژل كېدو سره په دې ولايت كې د يادې ډلې امنيتي ګواښونه كم شول.
امیر حسین سلجوقي

Comments