باجوه نن کابل ته راځي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې د پاکستان د پوځ مشر د اړیکو جوړولو او باور رامنځ ته کولو لپاره د سه شنبې په ورځ کابل ته راشي.
ملي دفاع وزارت وایي، باجوه به کابل کې له افغان لوړپوړو چارواکو سره د ترهګرۍ پرضد مبارزه باندې خبرې وکړي.
ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش دا سفر مهم یادوي چې کولای شي د کابل او اسلام اباد اړیکې بیا جوړې او د باور فضا رامنځ ته کړي.
له دې سره ویل کیږي چې کابل او اسلام اباد پریکړه کړې چې په تورخم او سپین بولدک کې به ګډ نظامي مرکزونه جوړوي، خو ملي دفاع وزارت په دې تړاو مالومات نه لري.
له دې مرکزونو به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې کار اخیستل کیږي او د ډیورنډ پولې دواړو غاړو ته ګواښونه به له منځه وړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments