بابر فرهمند: ګارنیزیون زما د ساتونکو د بې وسلې کولو هڅه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: عنایت الله بابر فرهمند د جنرال دوستم د دفتر ریس پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ګارنیزیون زما د ساتونکو د بې وسله کولو هڅېه کړې دي.
نوموړي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي وړمه شپه د ګارنیزیون سرتېرو په قلعه فتح الله کې د نوموړي د کور د ساتونکو د خلع سلاح کولو هڅه کړې، خو ساتونکو یې مقاومت کړی دی.
نوموړی په لیکنه کې زیاته کړې چې ، ساتونکو یې په دې سیمه کې هېڅ ډول تخلف نه دی کړی او د ګارنیزیون سرتېري یې په وېره اچونې او ستونزو جوړولو تورن کړي دي.
فرهمند خبرداری ورکړی چې د دا ډول پېښې د تکرار په صورت کې به د هر څه مسوولیت د ګارنیزیون پر غاړه وي. کابل ګارنیزیون بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply