ای اېس ای په شمالي وزیرستان کې دوه قبایلي مشران وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ پښتونخوا: د شمالي وزیرستان خلکو د جنورۍ پر ۱۸مه وویل چې تېر ماښام په داتاخېلو تحصیل کې په یو وسله وال برید کې دوه قبایلي مشران وژل شوي دي.
دا دوه ملکان ملک ذکاالله او ملک خان ولي نومېږي.
له برید وروسته وسله وال تښتېدلي خو دوی د پېښې پلټنې پیل کړې دي.
په شمالي وزیرستان کې د خپل نوعیت دا لومړی برید دی او چارواکي وايي، تېرکال د هدفي وژنو له۵۰ زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې.
خو د شمالي وزیرستان خلک وایې چې دا ډول بریدونه د پاکستان د پوځي ادارو کار دی، د دوی په وینا دغه مشران د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي و او د پاکستان پر پوځ یې د ترهګرو شبکو د ملاتړ او خلکو د بې درکه کولو او وژلو له امله سخت انتقادونه کول.
دادان وزیري

Comments