ایران یوځل بیا له افغان سولې ملاتړ وښود

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امینت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره د افغان سولې په اړه غږېدلی دی په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران سفیر د افغان سولې د داسې پروسې ملاتړ کړی، چې د افغانانو په مالکیت او ملاتړ وي.
د ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره د افغان سولې په اړه غږېدلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دایران سفیر د سولې د داسې پروسې ملاتړ کړی چې د افغانانو په مالکیت دافغانانو تر کنټرول لاندې او دافغانانو په رهبرۍ وي
په یاده ليدنه کې دایران سفیر او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه هم بحث او خبرې کړي دي.
د هند او ایران له لوري د افغان سولې له پروسې د ملاتړ خبر په داسې وخت کې خپور شوی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د افغانستان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پیل ته یې خنډ پېښ کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دې خبرو ته ولسمشرۍ ماڼۍ سمدستې غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، ارګ په وروسته په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments