ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د برېښنایي تذکرو او پاسپورټ وېش پیل شو

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت او د معلوماتو او احصایې ملي ادارې تر منځ د همکارۍ او تفاهم یوه هوکړه لاسلیک شوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې د مېشت افغان کډوالو لپاره یې په رسمي توګه د الیکترونیکي تذکرو او داسې پاسپورټونو وېش پیل کړی، چې ماشین یې لوستلای شي.
د یاد وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د دې لپاره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت او د معلوماتو او احصایې ملي ادارې تر منځ د همکارۍ او تفاهم یوه هوکړه لاسلیک شوې.
په اعلامیه کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکارۍ مرستیال میرویس ناب له قوله ویل شوي، ‘دا په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت تثبیت او اوسېدو قانوني کېدو لړ کې یو مهم ګام دی. ‘
د نوموړي په وینا ایران ته په چنګاښ میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي سفر پر مهال دغه پرېکړه شوې وه.
د شمېرو له مخې په ایران کې له دوه میلیونو او ۴۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ژوند کوي.
له دې مخکې تېره اونۍ د افغانستان د ملې احصایې ادارې ویاندې رویینا شهابي، ویلي و، د الکترونیکي تذکرو د ویش په موخه د ایران په مشهد او تهران کې یو شمېر مرکزونه پرانیستل شوي دي.
د هغې په وینا د یوې نوې تګلارې له مخې به په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې هم مېشت افغانانو ته د تذکرو د ویش لړۍ پیل شي.
د دغې ادارې د ویاندې په وینا په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د پېژندپاڼو له ستونزې سره مخ دي.
په افغانستان کې لومړنۍ پېژندپاڼه په کال ۱۲۹۸ لمریز کال کې پاچا امان الله خان ته ورکړل شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments