ایران کې سیلابونو ناورین رامنځته کړې

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سختو ورښتونو او سیلابونو ځاني زیانونه اړولي دي.

د ایران په جنوبي ولایت فارس کې د سیلابونو له امله تر دې دمه ۱۸ کسان وژل شوي دي. د ایران د بیړنیو روغتیایي خدماتو مشر پیر حسین کولیوند ویلي د دې ولایت په مرکز شیراز کې سیلابونو لسګونه کسان ټپیان کړي هم دي.

د کولیوند په خبره د شیراز په قربانیانو کې درې ماشومان شامل دي. د ایران د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نورو سختو ورښتونو خبرداری ورکړی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ټولو ولایتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې تیارسئ حالت کې اوسي.

محمد حنیف بیدار

Comments