ایران کې د ملا برادر وینا: طالبان پر امریکا اعتماد نشي کولای، موږ به د دوی له مزدورانو سره وجنګېږو

comments 0

هندوکش ــ کابل: طالبان وايي، په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د هغه هېواد د ملي امنیت شورا له عمومي منشي علي شمخاني سره لیدلي دي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د ملا بردار دا خبره رااخیستې ده چې وایي، امریکا د فبروري د میاشتې د سولې تړون ته ژمنه نه ده.
ملا بردار زیاتوي چې دوی پر امریکایانو اعتماد نه کوي او له هرې هغې ډلې سره به چې د امریکا مزدوره ده جګړه وکړي.
بل لور ته د ایران ملي امنیت شورا دارالانشا دفتر هم د دې لیدنې په هکله اعلامیه خپره کړې.
د ایران ملي امنیت شورا عمومي منشي علي شمخاني بیا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو مشران له امریکا سره مبارزې ته هوډمن دي.
نوموړي د چا نوم له یادولو پرته لیکلي، ”څوک چې ۱۳ کاله په ګوانتانامو کې د هغوی له لاسه شکنجه شوی، په سیمه کې یې د امریکا ضد مبارزه یوه لور ته نه ده کړې ”.
توریالی سحر

Comments