ایران کې د مسافرو الوتکه لویدلې

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران په اصفهان کې مساپر وړونکې الوتکه نسکوره شوې چې څه د پاسه ۶۰ تنه په کې سپاره و او مړه شوي دي.
تسنیم خبري اژانس د ایران د بیړنيو چارو د ادارې له خولې لیکلي چې الوتکه د اصفهان ولایت په سمیرم سیمه کې له غره سره لګیدلې.
چارواکي وايي دغه الوتکه د اسمان هوايي شرکت وه او سمیرم ښار ته نږدې له رادار وتلې وه.
د هوايي چلند چارواکو په وینا الوتکه له پلازمینې تهران څخه یاسوج ښار ته پر لاره وه.
محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply