ایران کې ترافیکي پیښې له امله 15 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ایران : د ایران په کردستان ایالت کې د دوو موترونو تکر له امله 15 کسان وژل شوي دي.
د ایران رسنیو په وینا، پیښه د ایران کردستان ایالات په سنندج ښار کې رامنځته شوېې او د تیلو ټانکر د مساپر وړونکي بس موټر سره د جنګیدو په پایله کې قتل عام شوې دې.
د مساپر وړونکي بس چلوونکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې بس د مساپرو د سپریدو په خاطر په تم ځای کې ولاړ وو چې په ناڅاپي توګو د تیلو ټانکر ورسره وجنګید.
هغه ویلي دي چې په بس کې ۱۷ تنو مساپرو شتون درلود چې ۱۵ تنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پيښه د سنندج ښار د بسونو عمومي تم ځای ته نږدې د ډاکټر حسین په سیمه کې رامنځته شوې ده .
بس د مسافر د سپریدو په خاطر په پارکینګ کې ولاړ وو چې ټانکر وسره وجنګید. وروسته ډیره زوروره چاودنه رامنځته شوه.
د ویلو ده چې پدې پيښه کې شاوخوا ته ولاړو ګن شمیر موټرو ته زیان اوښتی دی.
محمد امان دوران

Comments