ایران کي زلزلي پنځه کسان ژوبل کړي دي

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران معتبره خبري سرچینه (ایرنا) لیکي چې، د ایران په جنوب کې د ریکتر په کچه د پنځو اعشاریه درې درجې په ځواک یوې زلزلې زیانونه اړولي دي.
د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې پرون وویل، دا زلزله د بندر خمیر ښارګوټي په پنځلس کیلومترۍ کې شوې.
بندر خمیر ښارګوټی د ایران په جنوبي ولایت هرمزګان کې پروت دی.
د زلزلې ټکانونه په بحرین، سعودي عربستان، عمان، پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او افغانستان کې هم حس شوي.
ایران چې په‌کې تل زلزلې کېږي، تېر نومبر میاشت عراق ته نږدې په لویدیځه برخه کې د شپږ اعشاریه څلورو درجو په ځواک د یوې زلزلې شاهد و چې په‌کې څه باندې اوه سوه کسان ټپيان شوي و.
محمد امان دوران

Comments