ایران پر وړاندې منځنۍ ختیڅ هیوادونه ایتلاف جوړوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا پخواني دفاع وزیر ایران پر وړاندې نوي ائتلاف جوړولو په اړه خبرې وکرې.
امریکایې رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې: لیون پنیتا د امریکا پخواني دفاع وزیر وویل، امریکا باید منځنۍ ختیځ کې ائټلاف رامنځته کړي ترڅو وکولاې شي ترهګرو پر وړاندې مبارزې ترڅنګ د ایران لاس وهنو مخنیوې وکړي.
هغه وویل: تردې وړاندې ما دغه وړانډیز کړې وو خو قناعت وړ پایله یې نه ډرلوده خو زه باورمند یم چې منځني ختیځ کې ائتلاف باید اسرائیل سره همغږي کې رامنځته شي، دا ځکه چې هغوې هم له ایران او داعش ډلې سرتکوي.
هغه زیاته کړه چې: ددغه ائتلاف غړي هیوادونه ډیرې عربی هیوادونه دي او ددوي ګد مرکز به وکولاې شې هدف په ښه توګه تر څاړنې لاندې ونیسی او له منځه یې یوسي.
د نوموړې په اند دغه ائتلاف به یواځې داعش پر وړاندې نه بلکه ایران پر وړاندې هم مبارزه وکړي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply