ایران غواړي فراه کې طالبانو ته روزنیز مرکزونه جوړ کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: ځایې چارواکمي وایي ایران په دې هڅه کې ده چې طالبانو ته وسلو او داسې نور امکاناتو ترڅنګ دغه ولایت کې دې ترهکړي اډې جوړ کړي.
د فراه سیمه ییز چارواکو او د ولایتې شورا ځیني غړیو رسنیو ته ویلي دي چې ایران په فراه ولایت کې طالبانو ته د سلا مشورو او روسي وسلو په ورکولو په دې لټه کې دی چې د پُشت کوه په سرحدي ولسوالي کې دې ډلې ته مضبوط مرکز جوړ کړي او د بخش اباد بند په ورانولو کې ورڅخه کار واخلي.
د فراه د والي ویانډ ناصر مهري خبره تاییدوي او وایې چې ایرانیان له طالبانو سره پر له پسې تماسونه نیسي، وسلې او پیسو ترڅنګ سلا مشورې ورکوي.
نوموړي زیاته کړې چې، سلا مشورو او پیسو ترڅنګ ایرانیان سرحدي سیمو کې خلکو ته پیسې ورکوي او له هغو غواړي چې وسله والو طالبانو سره یوځاې حکومت پر وړاندې فعالیت ترسره کړي.
تردې وړاندې ایران لخوا ګومارل شویو وسله والو طالبانو په ځلونو د فراه پر بخش اباد بند هم بریدونه کړي دي.
دادالله قانع د فراه د ولایتي شورا غړي رسنیو ته ویلي، په ایران پورې تړلي عناصر د پُشت کوه او اناردرې ولسوالیو ته، چې پولې یې له ایران سره پرانیستې دي او ښه نه کنټرولېږي، فراه ولایت ته داخلېږي او طالبانو ته د سلامشورو د ورکولو ترڅنګ وسلې او پیسې سپاري.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې اصف ننګ د فراه پخواني والي هم په ځلونو ویلي و چې د طالبانو د وژل شویو کسانو فاتحې د ایران په سرحدي ښارونو او زاهدان کې اخیستل کېږي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply