ایران: طالبان تیار دي چې وسلې کېږدي

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شامخاني د افغانستان سولې پروسې په تړاو خوشبیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې طالبان تیار دي وسلې کېږدي.
شامخاني ویلي، د سولې خبرو مشري به د افغان حکومت وي او د هڅو موخه یې په سیمه کې د امنیت ټینګښت دی.
له دې سره د ایران د دفاع وزیر امیر حاتمي ویلي، که د سیمې امنیت ته پام ونشي، نو کېدای شي نا امني ټولې سیمې ته وغځېږي.
د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار کابل ته راغلی و او دلته یې له هر اړخیزو خبرو وروسته طالبان تهران ته دعوت کړل.
اوس د افغان سولې پروسه کې ځکه د ایران رول مهم یادیږي چې دا هېواد هم له طالبانو سره همکاري کوي او ځینې طالب مشران له کورنیو سره ایران کې اوسیږي.
محمد حنیف بیدار

Comments