ایران طالبانو ته مقناطیسي ماینونه ور کړي

comments 0

هندوکش ــ هرات: یوې امنیتي سرچنې چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، هندوکش خبري اژانس ته وویل چې د ایران استخباراتي ادارې په هرات ولایت کې وسله والو طالبانو ته مقناطسي ماینونه ور کړي، تر څو طالبان وکولای شي، په اسانۍ هدفي وژنې وکړي.
دغه سرچینه زیاتوي چې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ دوو اوسیدونکو، چې اصلاً د ایراني استخباراتو سره اړیکه لري، طالبانو ته څو ځله د نورو وسلو په شمول لسګونه مقناطسي ماینونه ور کړي دي. سرچینه وايي چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې لخوا له نیول کیدو وروسته دغو دواړو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ټول ثبوتونه یې ور سره شریک کړي دي.
د ایران لخوا طالبانو ته داسې مهال د مقناطیسي ماینونو د ور کولو خبرونه خپریږي، چې له بل هر وخت د دغه ماینو نه په استفادې یادې ډلې هدفي وژنې او مرګوني بریدونه زیات کړي دي.
لدې وړاندې د امریکايي چارواکو په شمول ګڼو افغان چارواکو په بار، بار ویلي چې ایران له طالبانو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي.
د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې، ایران اوس هم افغان طالبانو ته وسله ور کوي«موږ ډاګیزه کړې، موږ له تاریخ خبر یو، موږ پوهېږو چې تېر کې هم روسیې طالبانو ته وسلې ورکولې. موږ پوهېږو چې ایران تراوسه طالبان وسلوالوي. موږ په دې واقعیت پوهېږو. موږ هر یوه ته خپل نیت ډاګیز کړی دی.»
څو ورځې وړاندې د افغانستان د پوځ لوی درستیز هم ویلي و، داسې سندونه لري چې ښيي ایران د افغانستان لوېدیځ کې طالبانو ته وسلې او پوځي تجهیزات ور کوي.
خو دې ټولو ته افغان حکومت په یو رسمي او تازه غبرګون کې ویلي چې په سیمه کې هېڅ هېواد په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان باید طالبان د خپلې نیابتي ډلې په توګه استفاده نه کړي.
امیر حسین سلجوقي

Comments