ایران سوریه کې جنګیدونکي افغانان ستایلي

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران مذهبي مشر په سوریه کې د افغان جنګیالیو سرښندنې ستایلې دي.

دغه څرګندونې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغان جنګیالیو کورنیو سره په لېدنه کې کړې دي.

خامنه اي افغان کورنیو ته ویلي چې د لبنان، سوریې او عراق په ګډون په ټوله لویدیځه اسیا کې ستاسې د بچیانو د هلو ځلو له امله امریکا ماته شوې ده.

خامنه اي په سوریه او عراق کې د مقدسو ځایونو په ساتنه کې د افغان فاطمیونو ډلې قربانۍ ستایلي دي.

افغان دولت او افغان ولس بیا د نورو په اشاره په نورو هېوادونو کې دافغانانو له جګړې سره مخالفت کړی دی.

افغان دولت په وار وار غوښتنه کړې چې نور هېوادونه دې دافغانانو له بې وسۍ ناسمه ګټه نه اخلي.

محمد امان دوران

Comments