ایران د لوی پروژې کار بند کړی

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات د ټولګټو ریاست وایي، په دې ولایت کې د خواف ریل پټلۍ کارونه ایران درولي.
د هرات د ټولګټو چارو رئیس وایي، چې ایران له همغږۍ پرته د ریل پټۍ د جوړلو چاروې ځنډولي او دوی ته یې هیڅ خبر نه دی ورکړی.
د ټولګټو ریاست وایي، دوی چمتو دي چې هر ډول همکاري وکړي، خو ایران د نامالومو دلایلو له کبله د ریل پټلۍ کارونه درولي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا ټینګار کوي چې له ژمنې سره سم دې ایران دغه پروژه بشپړه کړي.
د هرات چارواکو خبر ورکړی چې په دې تړاو به یو پلاوي له ایراني اړخ سره کیني چې د ریل پټلۍ کارونه بیرته پیل شي.
امیر حسین سلجوقی

Comments

Leave a Reply