ایران د طالبانو ملاتړ کوي او اوس طالبان په ایراني وسلو سمبال دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د غور د ولايتي شورا غړي وايي چې په وروستیو کې ایران له هرطې شونې لارې کوښښ کوي طالبان ددې لپاره سمبال کړي څو په افغانستان کې د ایران ګټې خوندې وي.

د آزادۍ راډيو د خبر له مخې په شمال ختيځ او لويديځو سیمو کې د طالبانو ډيری  وسايل او وسلې اوس ايرانۍ دي.

د ولايتي شورا رئيس وايي:« ایران دا جګړه پر مخ بیايي او یاد هیواد کوښښ کوي د طالبانو پر مټ سلما بند ته د غورو د اوبو مسير بدل کړي او بیا سلما بند  ويجاړ کړي او د پوزليچ د بند کارونه ټکني کړي.»

نوموړی وايي چې په غور کې په وروستۍ ناامنۍ کې ایران ښکيل دی او وار له مخه يي په دې ولايت کې ناامنۍ ته د داعش په نوم بازار موندنه کړې.

نوموړی وايي د غور په نښته کې ایراني مشاورين او ځواکونه له طالبانو سره ګډون لري خو زیاتوي چې طالبان ایران تر ډيره د شپې اکمالوي.

نوموړی وايي چې په تيوره کې په ډله ایز قتل عام او خصوصا د پښتنو په وژنه کې مستيقما ایران لاس لري او دوی دا کار ددې لپاره کوي چې قومي شخړې پيل شي او د اوبو د مديریت پر وړاندې ستونزو ته د قومي بڼې په ورکولو سره ترې ګټه پورته کړي.

د يوې بلې ورځپاڼې موندنې ښيي چې سپاه پاسداران وروسته تر هغه په غور کې د طالبانو پر ملاتړ لاس پورې کړ چې پاکستان پر دوی مرستې ودرولې او د سويل او لويديځ ډيری طالب ډلې رسما پاکستان ایران ته حواله کړې.

ويل کيږي په تیرو دریو مياشتو کې ایران په پټه طالبان مجهز کړي او اوس يي په نښتو پیل کړی دی.

د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي هم وايي چې دوی کره اسناد لري چې طالبان ددې لپاره چې له ایران سره نيږدې شي کوښښ کوي چې د کوټې شورا غور ته را انتقال کړي او له دې ځايه دوی له ایران سره نيغ په نيغه په اړيکه کې شي.

یاده  دې وي چې تر دې مخکې ایران په افغانستان کې د اوبو د مديريت د مخنيوي په خاطر خبرداری ورکړی وو او ولسمشر يي ويلي وو چې دوی به اجازه ورنکړي چې د افغانستان اوبو مهار شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply