ایران د افغان سولې پروسه کې د مرستې ژمنه کړې

comments 0

هندوکش – ایران: ایران له افغانستان سره د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره مرسته کوي.
د ارګ خبر پاڼه کې راغلي د ایران بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر سید علي نقي کمال خرازي له قوله لیکل شوي چې تهران له کابل سره همکارۍ ته تیار دی.
خرازي پرون کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د بهرنیو چارو له وزیر، صلاح الدین رباني سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې کابل ته د هغه د سفر هدف د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کول دي.
محمد امان دوران

Comments