ایران: دترهګرۍ ضد په مبارزه کي دافغان حکومت لاس نیسي

comments 0

13 Views

هندوکش – ایران: ایران وایې چي دافغانستان له قانوني حکومت ملاتړ کوي، خو دا هیواد باید د رقابتونو پر ډګر بدل نه سي.
د ایران د دفاع وزیر امیر حاتمي له خپل افغان سیال طارق شاه بهرامي سره د لیدنې پر مهال وویل، چې افغانستان دي د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو د سیالیو پر ډګر نه بدلېږي برعکس دغه هېواد باید د ټولو هېوادونو د همکارۍ پر مرکز بدل سي.
دغه ایرانی چارواکی وایې چې دوی د افغانستان له قانوني حکومت ملاتړ کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي.
په ورته وخت کي د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم ویلي چې ایران او افغانستان ښه ګاونډیان پاتې سوي او داعش ډله ددواړو هېوادونو ګډ دښمن دی.
د هغه په وینا افغان حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به د سیمې او نړۍ د هېوادونو له تجربو ګټه پورته کړي.
محمد حنیف بیدار
کندهار ورځپاڼه

Share this page to Telegram

Comments