ایران خپل ټوپک د ټاليب له اوږې وډزاوو/عبدالمنان توحیدیار

comments 0

ایران ته د طالب له پلاوي له تګ سره ماته د کوچي کيسه را یاده شوه وايي کوچی پیریانو اړولی وو انګریزي يي ویله،زامن يي هک پک وو چې بې سواده پلار او انګريزي؟ آخر يي ملا ته بیولی وو، ملا ورته ويلي وو چې حیرانيږۍ مو پلار مو چې څنګه وو هم هغه دی خو خولو مو د پلار ده انګريزي پرې پيریان وايي. وايي ملاچې کوچی دم کاوو دی نه دریده زامنو ته يي ويلی وو چې پلار مو ټينګ کړی چې زه ترې پيريان پورته کړم، زامنو چې پلار ته زور ورکړی وو له ډير فشاره يي تیز اچولی وو. زامنو يی يو بل ته رډ رډ کتلي وو چې دا شرم به څنګه کوو؟ مشر زوی يي چې د طالبانو د پاکستاني مفکرینو په شان لږ هوښيار وو دې نورو ته ويلي وو چې شرمیږۍ مو کونه د پلار وه تیز پرې پيري واچاوو.
اوس د امریکا او ایران په زړه دښمنۍ کې ګټه بیا هم ایران وکړه او نن يي د طالب شل کلن وحشت وستایه حال دا چې طالبانو په شلو کلو کې ټول ټال دوه زره امریکايان وژلي خو تر درې لکو ډير يي افغانان وژلي،تر دې ډير يي معلول کړي او ميلیونونو افغانان د کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.
که ایران رښتيا زموږ صادق ګاونډی وی، له موږ سره يي رسمي سفارتي اړيکې لرلی،د یو دوست هیواد په سترګه يي موږ ته کتلی او يا يي په راتلونکې د هوسا افغانستان لپاره ښه نيت لرلی دوی به لږ تر لږه دا خبره نه کوله خو لکه څنګه چې د پاکستان نيت افغان وطن ته خراب دی تر دې سل چنده د ایران نیت ورته خراب دی.
ایران هم خپله ووژلو، هم يی په سوريه او عراق کې د فاطيمون او شياطيون په نوم وکارولو، هم يي زموږ بچو ته اور ورته کړ او هم يي ژوندي تښتيدونکي کډوال د سیندو پر اوبو لاهو کړل او هم يي د لکونو افغانان قاتلان وستايل.
د ایران به منم چې زړه امریکا ته پوخ وي، منو چې په نړۍوال سیاست کې هوښيار هغه چې دي د امریکا، روسيي، چين، پاکستان او ایران په شان ځانونه خوندي کوي خو د خپلو ګټو لپاره جګړه په افغانستان کې پر مخ وړي خو موږ باید سوچ ولروچې ولې د نورو لپاره خپل وطن وران کړو ياخپل ورور ووژنو.
طالب سره ددې سوچ اډو نشته چې څوک مو کاروي؟ ولې مو کاروي؟ موږ ولې د نورو د نیابتي جګړې ټيکه داران او د عقدو د سړولو ادرس شو، خو په دې کې ډیر ماهر دي که هرچا ورته پیسې، امتیازات او نور څه ورکړل څنګه افغان ووژني او څنګه افغانستان وران کړي.
هغه عقدې چې طالب يي د افغان په نوم په ایران، مسکو، چين او اسلام آباد کې پنځوي زموږ ولس به يي متاسفانه داسې تاوان ورکوي لکه څنګه چې ایران د خپلو ګټو لپاره زموږ بچي په سوریه او عراق کې وکارول او تاوان يي درزاب،هسکې مېنې،دهزنګ،بدخشان او نور افغانستان ورکړ. تاسو دداعش ظلمونه، بار کډې، ډک پاتې کورونه ، د جهادالنکاح په نوم زموږ په باعزته ښځو ددوی جنسي تیري او وحشتونه ولیدل، دا د هغو عقدو زور وو چې داعش يي د عراق او سوريي غچ زموږ له مظلوم هیوادوالو واخیست.
که طالب د ایران عقده سړول بهرنی سیاست بولي دا سیاست نه بلکه هغه مرداری دی چې بوينه به يي د افغان ساه وباسي، که طالب د ایران او مسکو له مايکونو پر لويديځ فشار راوړل د افغانستان پیاوړتیا بولی دا هغه چټيات دي چې تر نن پورې يي د عراق، سوريي او ليبیا ملتونه تاوان ورکوي.
امریکا به ووزي، افغانستان به طالب ته وسپاري، کورنۍ جګړه به پيل شي خو لکه څنګه چې طالب د لس زره پاکستاني کلدارو په بدل کې خپل وطن په ډير ارزانه د نورو لپاره وراناوو همداسې به امریکا هم ددوی له منځه يوه ډله د خپلو ګټو لپاره وټاکي او خپلې موخې به ددوی له لارې تعقيبوي چې په کونړ کې دداعش پر ضد د طالبانو او امریکا ګډ عملیات يي چې خپله پنټاګون يي پخلی وکړ ددې خبرې ښه ثبوت دی.
ایران دښمن دی خو يوازې سياسي دښمن نه لکه پاکستان بلکه ایران زموږ د مذهب دښمن دی، زموږ د نژاد دښمن دی، زموږ د فکر او هوساينې دښمن دی،زموږ د اوبو او خړوبتیا دښمن دی او لنډه دا چې دوی که د افغان خاورې خپلول نه غواړي افغان خاوره د استخباراتي انډوخر مرکز جوړول غواړي.
همداسې روسان هم پسې در واخلئ کله چې روسان د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنې کوي، ټاکنیز مرکزونه هک کوي، په سوریه کې ورسره ډغرې وهي دلته يي طالب ته هم پیسې او وسلې ورکولې چې امریکايان ووژني او يا يي په نښه کړي او ښايي ډير مهم بریدونه چې د امریکا پر مهمو مرکزونو شوي د طالب په نوم روسانو ترسره کړي وي.
چين خو داسې وشرميد چې له طالبانو سره په ګډه يي په کابل کې د چسپکي ماينونو او هدفي وژنو غټ ګروپ ونيول شو خو دا چې افغانستان مجبوریتونه لرل ښايي پر دې خبره يي ځان غلی کړی وي خو څه چې رښتيا وو رسنیو ته ټول را ووتل.
نو په داسې يو حساس پړاو کې د طالب له شرمه ډکې منډې نه د سولې په نيت دي، او نه ددې وطن هوساينه پکې شته بلکه طالب ایران ته رسمن ورغلی او ورته يي ويلي دي چې ستا د فاطيمون شل زره کسيز جوړښت ته هم ځای ورکوم، د اوبو د مدیریت مخه هم نیسم، پولې دې هم درته خوندي کوم نو راشه زموږ د فکري قوت لپاره زموږ پخوا شه.
روسانو ته هم ددې لپاره ورغلي چې په ټوله شمالي حوزه کې به ستا طرف ته څوک هسې هم نه درګوي راشه پر لويديځ او خاصتا پر امریکا فشار اعمال کړه.
چين سره خو يي یارانه له پاکستانه جوړه ده او ښايي چين ورته په پاکستان کې روزنیز مرکزونه هم جوړ کړي وي اوډيرو طالبانو ته پکې پوځي او تخنيکي روزنې هم ورکول شوي وي.
افغان ولسه!
دې منډو ته هیله من کيږئ مو بلکه د افغاني غرور او يو مطلق افغاني تحلیل له مخې د سیمې د هیوادونو پخوانۍ او اوسنۍ دښمنۍ و ارزوئ، تصميم عاقلانه ونيسئ او هڅه وکړئ تر بې عزته، پردۍ او تپل شوې سولې او هسې ډرامې باعزته مبارزې او دریدا ته لومړيتوب ورکړئ.

Comments