ایران ته په جاسوسی تورن کس نیول شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند پولیس وایي، مرکز لښکرګاه کې یې یو کس نیولی چې فکر کیږي د ایران لپاره یې جاسوسي کوله.

له نیول شوي کس سره ایراني کارتونه، سیم کارتونه او پيسې پیدا شوي دي.

د هلمند امنیه قومندانۍ له نیول شوي کس پلټنې پيل کړي او لومړنیو پلټنو کې یې ایران ته د جاسوسۍ په تور تورن کړی دی.

ایران په دې وروستیو کې د هلمند تر څنګ نیمروز او هرات ولایتونو کې طالبانو سره همکاري او مرستې کوي.

تېره ورځ ارزګان کې هم یو کس وژل شوی چې ویل کیږي روسیه ډاکټر دی.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments