ایران به د امریکا نویو بندیزونو سره مخ شي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزارت نه په خبرونو کې راغلي چې، دوی په دې هڅه کې دي چې پر ایران داسې اقتصادي بندیزونه ولګوي چې د یاد هېواد د خامو تېلو د صادراتو کچه صفر ته راټیټه کړي.
هغه دغه راز د ایراني دولت له خوا د قدس ځواک مشر قاسم سلیماني ته د ذولفقار د نښان ډالۍ ته په اشارې ویلي، په اصل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر قاسم سلیماني دی نه جواد ظریف، ځکه دده په خبره د ایران په بهرنیو چارو کې هر ډول پرېکړې سلیماني کوي. نوموړي زیاته کړې چې روان کال به د ایران لپاره له اقتصادي پلوه تر ټولو بد کال وي ځکه دوی به هڅه وکړي چې د یاد هېواد د خامو
تېلو د صادراتو کچه صفر کړي.
فکور نعیمي

Comments