ایران او روسیی ته د طالبانو منډې، ولې وارخطا دي؟سید عبدالله پاچا

comments 0

د امریکا په سیاست کې مهم بدلون ته په کتو د طالبانو وارخطايي ډيره شوې،دوی په دې ډير ښه پوهيږي چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د ټرامپ په شان احساساتي او سوداګر فکر نلري بلکه د امریکا په معاصر سیاست کې يي تور سر سپين کړی دی.
اوس اوس امریکا تصمیم نيولی دی چې له طالب ترهګرو سره پر شوې هوکړه له سره کتنه وکړي، بلخوا ويل کيږي د بايډن ادارې خلیلزاد ته ويلي دي چې د سولې پروسه به ته پر مخ وړې خو د ټرامپ د وخت صلاحيتونه به نلرې.
طالبانو د دوحې له شوې هوکړې په ښکاره ځينې سرغړونې کړي چې په لاندې ډول يي يادونه کولای شو:
۱ـ په خوست کې د امریکا پر مهم استخباراتي مرکز برید چې د سي ای اې مهم کسان پکې ووژل شول، امریکا ددې لپاره چې طالبان به بدل شي او ددوی پيل شوې جګړه به پای ته ورسيږی دا برید پټ کړ خو رسنیو پسې را وويست.
۲ـ له نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کول: د دوحې د ناستې تر ټولو مهم شرط همدا وو، د امریکا لپاره دا ماده ځکه مهمه وه چې دوی هم ځان مصون کړي او هم د پيل شوې جګړې لپاره په امریکا کې د ننه ملت قانع کړي چې دوی يي مصون کړل خو په غزني کې او هلمند کې د طالبانو په منځ کې د القاعدې دمهمو مشرانو المصري او څو نورو وژل کيدو وښوده چې دا يارانه تر پخوا ډيره پياوړې ده.
۳ـ د جنګ کمول: په هوکړه کې ټينګار شوی وو چې طالبان به نه يوازې پر امریکايي سرتیرو هيڅ برید نه کوي بلکه په افغانستان کې به زور زیاتی هم کموي خو موږ وليدل چې دوی نه یوازې بریدونه کم نکړل بلکه تر پخوا يي زور ورکړ او ان د ولایتونو د نيولو او جبهه اي جګړې نيت يي وکړ چې په یوشمېر مواردو کې امريکا اړه شوه چې هوايي بریدونه هم وکړي.
۴ـ روسانو ته د طالبانو ژمنتیا: په شمال کې په جوزجان کې د ازبکستان د اسلامي تحريک د مشر طاهريلداش زوی مولوي عبدالعزيز یلداش او پاتې شوني يي امریکا ته د روسيي پر ضد مهم وو خو طالبانو له روسانو سره تر دوه درې ځلې ښکاره او څو ځلې پټو ناستو وروسته ددې ډلې پر ضد مبهم عملیات وکړل چې مولوي عبدالعزيز يي وواژه او روسانو ته يي لومړنۍ شرط په پوره صداقت پوره کړ، باوري سرچينې وايي چې طالبانو ته روسانو د ازبکستان له لارې ددې کار په بدل کې يو میلیون ډالر او يوه اندازه وسلې هم ورکړې وې.
اوس چې امریکا تصمیم نیولی دی چې پر شوې هوکړه او ژمنو به کتنه کوي طالبان سخت وارخطا دي، په پاکستان کې د دوی پټې او ښکاره ناستې، له جنګي مرکزونو لیدنې کتنې او بیا په پټه ایران ته تګ او وروسته د سفر افشا کول او اوس د شيرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ چې د کمونیزم پخوانۍ مخينه لري او له روسانو سره ښې اړيکې لرې د بل پلاوی مسکو ته تګ ددې ښودنه کوي چې طالبان غواړي د فشار په پلمه پر شویو سرغړونو امریکا سترګې پټولو او د پاکستان او ددوی د متحدينو په خوښه فرمايشي پروسه پر مخ ولاړه شي.
خو دلته افغان ولس هم ځينې پوښتنې لري:
۱ـ روسانو يو نيم ميلیون افغانان وژلي، درې ميليونه يي معلول کړي، دولس ميلیونه ددوی د یرغل له امله بې کوره شوي او تقريبا د څلويښت کلن پيل روسانو او ددوی ځينو لاسپوڅو وکړ، نو که طالب له روسانو سره ښې اړيکې د افغانستان په ګټه بولي روسانو افغانستان ته کومه ګټه رسولې؟ که دې اړيکو ته اسلامي بڼه ورکوي نو څنګه له کافرې امریکا سره جهاد روا وو او له روسانو سره ناروا؟ ښايي داسې پوښتنې دوی وسله وال جنګيالي هم وکړي ځکه دوی ته چې د جهاد او اشغال په نوم کومه انګیزه ورکول شوې نن سبا يي مزه ګۍ نشته او موږ وينو چې روانه جګړه د امتیاز او ګټې وټې لپاره پر مخ وړي. دا چې جګړه د شخصي ګټو لپاره ده کنه څو بیلګې درکوم:
۱ـ د طالبانو شخصي تجارتونه: له بغلان بیا تر کندهار او ننګرهار پورې که ددې پوښتنې ښکاره ځواب غواړئ د طالب قومندانو کورونه، ځمکې، باغونه،زرهي موټرې، دوه او درې ودونه، له پیسو ډک جیبان او نورې مزې وګورئ، ښايي دې پوښتنې ته مستند ځواب پيدا کړئ، په دوی کې داسې طالب مشران هم شته چې پيسې يي ان تر دوبۍ او چين پورې په تجارتونو کې بندې دي.
۲ـ په اته او لس ميليونه پیسو دريم او څلورم ودونه: که احيانا طالبان په دې منکريږي، د ټيټې کچې جنګيالي يي نه مني نو د دوهم او دریم واده پر ممنوعيت د هبت الله وروستۍ پیغام ددوی د مشر په توګه د ثبوت مهر ولګاوو.
۳ـ د نيابتي جګړې ټيکه داري: په ختيځ کې د طالبانو د بریدونو شدت يوازې او یوازې ددې لپاره وو چې پاکستان پر ډيورند فرضي کرښه اغزن تارونه وغځوي، د صفري سیمو يو شمېر ملکانو ته شناختي کارتونه ورکړي او د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي اوس چې دا پروسه بشپړيدو ته نيږدې شوې طالبان په یادو سیمو کې هيڅ تحرکات نلري.
په لويديځ کې بیا د ایران په ګټه د اوبو د مدیریت مخه نيسي، په شدت سره پر بندونو،سربندونو او ان له سيند څخه په عادي بیلو شویو اوبو او ويالو هم بریدونه کوي چې ددې کار ثبوت پر سلما بند د طالبانو شپږ سوه بریدونه، پر کمال خان بند تر درې سوو ډير بریدونه او د هلمند پر کجکي ښايي د شل کلونو بریدونو شمېر تر زرو هم واوري.
په شمال کې د طالبانو ډير تمرکز پر دې دی چې روسان، ددوی متحدین او د روسي پلوو هیوادونو پولي مصونې وي، دوی چې په جوزجان کې د خپل پخواني متحد طاهر یلداش زوی عبدالعزیزيلداش له شاه وويشت او له روسانو يي يوميليون ډالر واخيستل دا ښکاره کوي په شمال کې د طالبانو شتون ددې لپاره دی چې دوی غواړي روسیه مصونه وي.
د چين لپاره ددوی پټې کړنې هم وروسته له هغه يو څه ښکاره شوې په کابل کې ددوی او چين هیواد د تروريستي بریدونو ګډ ګروپ ونیول شو خو حکومت د ځينو مجبوریتونو له امله رسنيز نشوای کړای او ويل کیږي یادجاسوسان چې چسپکي ماينونه يي جوړول او په پيچلو مسايلو کې يې لاس لاره چين ته سپارل شوي وي.
طالبان غواړي پر امریکا فشار راوړي، ښايي په دې دسیسه کې دزلمي خلیلزاد لاس هم وي ځکه نوموړی د ټرامپ باوري کس وو او ټرامپ هغه ماتې چې د امریکا په سیاست کې خوړلي غواړي دخپل ګوند د راتلونکې د احیا لپاره تر ګټې په تاوان ډير فکر وکړي.
پاکستان هم طالبانو ته پر امریکا د فشار څو نسخې ورکړي چې يوه يي ایران ته د ملابرادر د سفر زمینه سازي او بله هم روسيي ته عباس ستانکزي تګ او په پاکستان کې له روسي پوځيانو سره د پاکستاني پوځ ګډ پوځي تمرينات او ان په پاکستان کې د روسانو ښکاره پوځي شتون دی.
اوس نو په متضادو مثلثونو کې د طالبانو را ښکاره کیدو دا ثابته کړه چې دوی نه له القاعدې سره اړیکې پرې کړي، نه پر سوله باور لري، نه د امریکا د ګټو تضمين ورکولای شي، نه د افغانستان د مديریت لپاره پلان لري بلکه له هر فرصته په استفادې يوازې خپلې موخې په نورو منل غواړي.
لاهم وخت شته، امریکا او د افغانستان حکومت له اروپايي ټولنې سره په ګډه که رښتيا سولې او په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ته رسیدو ته ژمن وي پر طالبانو منظم اومحسوس فشارونه کړای شي حالت بدل کړي کنه نه به امریکا ځان مصون کړي، نه به د افغانستان جګړه مسولانه پای ته ورسوي او نه به په دوحه، پاکستان، تهران، مسکو او پیکینګ کې پيل شوې ډرامې افغانستان، سیمې او نړۍ ته په خیر تمامې شي.

Comments