ایران او تاجکستان افغان بندیان خوشې کوي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې چې ډېر ژر به له ایران او تاجکستان څخه سلګونه افغان بندیان خوشې او افغانستان ته راولېږدول شي.
لویې څارنوالۍ ویلي، شاوخوا ۴۰۰۰ افغانان په ایران کې زنداني دي او له دې ډلې څخه یې د نږدې ۱۰۰۰ کسانو اسناد برابر کړي چې ۶۲۳ تنه یې هیواد ته ستانه شوي.
د لویې څارنوالۍ د ازادیو د سلب شویو ځایونو د څار د برخې مشر عزیز احمد سرباز ویلي، په تاجکستان کې هم ۱۷۴ افغان بندیان چمتو شوي چې افغانستان ته راشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments