ایران امریکایي پوځیان په خپل تور لیست کې واچول

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران پارلمان په تیره ورځې ناسته کې د رایو په غوڅ اکثریت سره په منځني ختیځ کې میشت امریکایي پوځیان د تروریستانو په توګه وپیژندل.

د ایران د دولتي تلویزیون د خبر له مخې، دغه طرحه چې د دغه هیواد د دفاع وزیر امیرحاتمي لخوا پارلمان ته وړاندې شوه، د حاضرو ۲۰۷ تنو وکیلانو له ډلې یې ۲۰۴  مثبته رایه ورکړه ؛ یواځې دوو تنو منفي او یوه هم ممتنع رایه وکاروله او په غوڅ اکثریت سره دا طرحه تصویب شوه.

د ایران پارلمان دا پریکړه تر هغه یوه ورځ وروسته وکړه چې امریکا رسماً د ایران سپاه پاسدران رسمي پوځ په خپل تور لیست کې واچاوو.

ایران دغه راز ویلي چې د امریکا د مرکزي قومانداني (سنټکام) افراد چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې میشت دي، په رسمیت نه پیژني او د تورریستي ډلو په توګه ورته ګوري

محمد حنیف بیدار

Comments