ایران افغانستان کې پانګونه کوي

comments 0

هندوکش – ایران: ایران غواړي د هرات ولایت د سنګان د اوسپنې په کان باندې پانګونه وکړي.
د بهرنیو رسنیو راپور له مخې ایران غواړي چې خپل د اړتیا وړ توکي افغانستان کې پر کانونو د پانګونې له لارې تر لاسه کړي.
د هرات ولایت د سنګان کان له ایران سره پولې ته نږدې دی، خو تر دې دمه افغان حکومت له ایران سره هوکړې ته نه دی رسېدلی.
له دې سره د کانونو سرپرست وزیره، نرګس نهان بیا ویلي، کیندل شوي کانونه به افغانستان کې پروسس کېږي او وروسته به بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
محمد امان دوران

Comments