ایران: افغانستان کې د دایمي سولې راتلل د مرکزي اسیا لپاره مرسته کوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي، چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.
د ده په خبره، په افغانستان کې د سولې په راتګ سره به د مرکزي او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي او دا به د دې سبب شي، چې ټولې سیمې ته دایمي ثبات راشي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران د افغانستان د سولې ملاتړی دی او د دې غوښتونکی دی چې په افغانستان کې د بهرنیانو مداخلې پای ته ورسېږي.
د امینیان په وینا ایران له افغانستان سره د سولې د راتګ په برخه کې مرستو ته هم تیار دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments