ایران: افغانستان دې په ناسمو رقابتونه نه بدلیږي

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران دفاع وزارت ويلي، افغانستان باید د سیمې هېوادونو د رقابتونو په ډګر بدل نه شي.
د ایران دفاع وزیر، امیر حاتمي د افغانستان دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان کې باید د سیمې هېوادونو رقابتونه په همکاریو بدل شي.
نوموړي ویلي، داعش ډله امریکا جوړه کړې او د مبارزې لپاره یې ایران هر راز همکاریو ته چمتو دی.
د افغانستان دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي ویلي، د سفر موخه یې په سیمه کې سوله او ثبات دی او د ایران همکاریو څخه په ګټې اخیستنې سره به له وسله والو سره اغېزمنه مبارزه وکړي.
محمد حنیف بیدار

Comments